AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۷ ۱۷:۵۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85682703
T T
۰ Persons

Tags

له ترکمنستان څخه د برېښنا د پېرلو قرارداد د راتلونکي کال لپاره تمدید شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د برشنا شرکت ویاند له ترکمنستان څخه د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د پېرلو قرارداد تمدید کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، حکمت الله میوندي د برشنا شرکت ویاند د جمعې په شپه د لیندۍ د میاشتې په ۱۶مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوي ترکمستان هېواد ته په خپل سفر کې د ۲۰۲۵ کال لپاره د انرژۍ د تورید تړون لاسلیک کړ.

 د دغه قرارداد له مخې، د ترکمنستان برېښنا به په څلورو مسیرونو (اندخوی، آقینې، بادغیس او تورغونډۍ ـ هرات) کې د ترکمنستان هېواد څخه افغانستان ته برېښنا اخیستل کېږي.

 د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان د خپلو اړتیاوو نږدې ۷۰ سلنه له ایران، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان څخه اخلي او د دغه هېواد نږدې ۳۰ سلنه برېښنا له کورنیو تولیداتو پوره کوي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .